ننګرهار ولایت غنی خيلو ولسوالۍ مارکو بازار کې د سلام شبکې د پیرودونکو خدمتونو مخابراتي څانګه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د هڅو پر اساس د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ مارکو بازار کې د سلام مخابراتي شبکې د سیمکارتونو خرڅلاو او خدمتونو څانګه پرانستله او په فعالیت يی پیل وکړ.
د دې څآنګې په فعالیدو سره د یادې سیمې اوسیدونکي کولای شي چې له نوموړي څانګې څخه سیمکارتونه او مخابراتي توکي او خدمتونه ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل کړي.
د یادونې وړ ده چې د یادې سیمې او سیدونکو او قومي مشرانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه.