د IT وسایلو او SSL سرټیفیکیټ لیسنس د چمتو کولو او پیرودلو د پروژې د داوطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د IT وسایلو او SSL سرټیفیکیټ لیسنس د چمتو کولو او پیرودلو د پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۲/۷/۸ نیټه د مخابراتو وزارت ودانۍ په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.
همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.
داوطلبان باید د آفرګشایۍ په ناسته کې د شرطپاڼې د مندرجاتو سره سم اته نوي زرو (98000) افغانیو په اندازه د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه ورکړي.
د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۲/۷/۸ نیټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.
سندونه:
د IT وسایلو او SSL سرټیفیکیټ لیسینسونو د چمتو کولو او پیرودلو د شرطپاڼې لینک
په درنښت