د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د سلام مخابراتي شبکې یوه سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته د یادې ولسوالۍ شینکۍ سیمه کې جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ شنکۍ سیمې دوبندي، اسلامدره، آبتک، مڼي او نور واړه کلي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او د اړونده ولسوالۍ اوسېدونکي به وکولای شي له انټرنیټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ شینکۍ سیمې اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.