د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه
د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.
د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړی شوی او زیات شمیر اوسېدونکي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.
