د درنو هېوادوالو د د پام وړ!

naweed_admin

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري دویم ځل لپاره نوې بیې اعلان او د روان ۲۰۲۵م کال د جنوري له لومړۍ میاشتې پلي شوي، نوې بیې چې د مخابراتي مارکېټ له ارزونې او د ولس له غوښتنې وروسته ټاکل شوي ټولې مخابراتي شبکې مکلفې دي چې د ټاکل شوې نېټې وروسته یې هېوادوالو ته د استفادې په موخه وړاندې او هېوادوال ترې ګټه واخلي، که د مخابراتي شبکې اړوند کوم مشترک د ټاکل شویو بیو او یا هم د مخابراتي شبکو د خدماتو اړوند کوم شکایت لري کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې سمع او شکایاتو سره په اړیکه کې شي او خپله ستونزه مخامخ شریکه کړي.

د سمع شکایاتو شمېرې او آدرسونه په لاندې ډول دي .

وټساپ شمېرې: ۰۷۳۱۸۸۸۸۸۵، ۰۷۷۷۶۷۷۵۹۷

اېمېل آدرس: complaint@atra.gov.af

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د دویم ځل لپاره د انټرنټ، مکالمې او اس ام اس بیې راټیټې او د روان کال د جنوري له لومړۍ نېټې پلي شوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وخت په وخت له مخابراتي مارکېټ ارزونه ترسره کوي او له مخې یې مخابراتي شرکتونو ته نوې بیې ټاکي.

د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت او له فتحې وروسته د ولس څو مهمې او اساسي غوښتنې وې چې یوه یې د مخابراتي شبکو د بیو ټیټول وو په همدې اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د مخابراتي شرکتونو ارزونه ترسره کړه او د ارزونې له بشپړېدو وروسته په لومړي ځل مشخص سقف وټاکل شو او مخابراتي شرکتونو ته نوې بیې وړاندې او عملي شوې چې د ولس له تاوده هرکلي سره مخ شوې، دا دی اوس یو ځل بیا افغانستان کې د مخابراتي مارکېټ ارزونه شوې او له مخې یې د دویم ځل لپاره د انټرنټ، مکالمو او اس ام بیې راټیټې او هېوادوالو ته د استفادې په موخه اعلان شوې.

په لومړي ځل لپاره افغانستان کې د یوه جي بي انټنرنټ بیه ۲۵۰ افغانۍ وه چې لومړي سقف کې ورته ۱۱۰ او اوس ورته ۹۵ افغانۍ ټاکل شوي چې د لومړي سقف سره ۱۴ سلنه ټیټوالی لري، د آن نېټ ( د مخابراتي شبکې دننه ) بیې د سقف له ټاکلو وړاندې له ۳ افغانیو پورته وې چې لومړي سقف کې ورته (۱) اعشاریه ۸۵ افغانۍ بیه ټاکل شوې وه او اوس یې بیه (۱) اعشاریه ۳۰ افغانیو ته راټیټه شوې چې له لومړي سقف په نسبت ۳۰ سلنه ټیټوالی په کې رامنځ ته شوی او همدا راز د آف نېټ( له یوې شبکې بلې شبکې ته د اړیکو ) بیې چې د سقف له ټاکلو وړاندې یې بیې له ۴ افغانیو پورته وې لومړي سقف کې ورته ۲ اعشاریه ۲ افغانۍ بیه ټاکل شوې وه چې اوس په نويو اعلان شویو بیو کې ورته (۱) اعشاریه ۴۰ افغانۍ نرخ ټاکل شوی چې د لومړي سقف په نسبت ۳۶ سلنه ټیټوالی لري.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۷
Background image

آگاهی‌دهی عمومی در مورد فریب‌کاری سایبری، خدمات تقلبی و ویب‌سایت‌های جعلی در زمینه تحصیلات خارج از کشور:

شمار زیادی از هم‌وطنان عزیز ما  از فریبکاری سایبری، ویب‌سایت‌های جعلی و خدمات تقلبی شکایت...

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

عقد قرارداد به ارزش (۱۸۵۰۰۰) یک صدو هشتادو پنج هزار افغانی با اداره محترم عمومی امور:

و بر اساس آن، خدمات ویب ایمیل هاستنگ جهت تسهیل فعالیت‌های تخنیکی و ارتباطی آن اداره محترم، در مرکز ملی معلومات افغانستان میزبانی...

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

عقد قرارداد به ارزش (۶۷۵۰۰) شصت و هفت هزارو پنجصد افغانی با اداره محترم پشتنی بانک:

و بر اساس آن، خدمات سرور مجازی جهت تسهیل فعالیت‌های تخنیکی و ارتباطی آن اداره محترم، در مرکز ملی معلومات افغانستان میزبانی...

بازگشت به اطلاعیه ها