مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت شپږمه دوره محصلین فارغ کړل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت څخه ۶۴ تنو ته د لسانس په کچه د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د ستاره شهر په هوټل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی لخوا ورکړل شول.

په یاده غونډه چې په همدې اړوند د ستاره شهر په هوټل کې جوړه شوې وه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی، ددغه وزارت مرستیالانو او رهبري پلاوي، د پوهنتونونو رئیسانو د محصلینو کورنيو او د رسنیو استازو په کې گډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت رئیس ښاغلي محمد شفیع شریفي فارغو محصلینوته د مبارکۍ په ویلو سره څرګنده کړه چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت  په چوکات کې  فعالیت کوي، نن ورځ مونږ په دې ویاړو چې ۶۴ محصلين د دغه انستیتوت څخه د لسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوو. ښاغلي شریفي زیاته کړه چې مونږ باید د کار کیفیت ته ډیره پاملرنه وکړو، د نوري فایبر لابراتوار باید په کار واچول شي او هغه استادان چې لا ډیرو زده کړو ته اړتیا لري د زده کړې په موخه د هیواد څخه بهر واستول شي.

 ښاغلي شریفی وویل: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت استادان او محصلین او نور کارکوونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، افغان تیلې کام او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) څخه مننه کوي چې په مالي برخه کې له انستیتوت سره مرسته کوي.

وروسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر جلالتماب عبدالرزاق وحیدی  محصلینو، استادانو او د محصلینو محترمو کورنیو ته د هغوی د فراغت په مناسبت  مبارکي وویله او زیاته یې کړه ډیر خوښ یم چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتیوت د ځوانو محصلانو د فراغت په دې جشن کې ګډون کوم او د ویاړ او خوښۍ ځای دی  چې بیا هم د هیواد ۶۴ځوان محصلین د معلوماتي ټکنالوجۍ انجنیری په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

همدارنګه ښاغلي وحیدی د معلوماتي ټکنالوجۍ د اهمیت په اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې بشري سرچینې یو د ډیرو پیچلو پانګه اچونو څخه شمیرل کیږي په دې اړه باید ډیر کار وشي او یو اکاډمیک محیط باید رامنځته شي تر څو زده کړیالان لوړې علمي او تعلیمي کچې او د ترقی لوړو پوړو ته ورسیږي او د ټولنې ریښتیني خدمتګاران شي. نوموړي په آخر کي یو ځل بیا د نویو فارغ شویو محصلینو کورنیو ته مبارکي وویله او د لا ښه خدمت هیله یی ورڅخه وکړه.

وروسته د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون رئیس ښاغلي جاوید رووف، د ولسي جرګې وکیلانو هر یو ښاغلي محمد اکبر ستانکزی او ښاغلي عبدالقادر قلاتوال فارغ شویو محصلینو او د هغوی کورنیو، استادانو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته د محصلینو د فراغت په مناسبت د مبارکي په ویلو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې لاسته راوړنې یې وستایلې او د قدر وړ یې وبلل.

همداراز د کابل پوهنتون رئیس ډاکټر حبیب الله حبیب، د اترا ادارې مشر ښاغلي نجیب الله عزیزی هم په خپل وار سره محصلانو د فراغت په مناسبت مبارکي وویل او د فارغ شویو محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې بسنه ونکړي او د لا لوړو زده کړو د تر لاسه کولو لپاره د هلې ځلې وکړي .

په پای کې یو تن فارغ شوي ځوان محصل د هیواد په تحصیلي چارو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او د وزارت رهبری پلاوي د پاملرنې  څخه د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې هیواد ته د خدمت په لاره کې به خپله پوهه او توان په پوره توګه په کار واچوي.

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۵
Background image

بتعداد ۳ سایت مخابراتی در ولسوالی های شهرک و تولک ولایت غور ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

این سایت‌های مخابراتی که با تکنالوژی پیشرفته ‌ ۲جی ۳جی مجهز می باشند، خدمات اینترنتی و مکالماتی را برای...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی بین ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت دایکندی و شرکت‌های مخابراتی

پیرامون بهبود کیفیت خدمات مشتریان، ثبت سیم‌ کارت‌ها مطابق طرزالعمل، تمدید جواز فریکونسی...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در جریان مراسم رسمی به کارمندان وزارت معرفی گردید

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن والحدیث مولوی هبة‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، محترم حافظ محمد امین جان عمری به‌ حیث معین مالی و اداری وزارت مخابرات و...

بازگشت به خبر