اعلان تدارکاتی

karim_tadmin

تاریخ نشر

تاریخ ختم

دیر محترمو شرکتونو,

 

مهرباني وکړئ ضمیمه شوې تخنيکي مشخصات د PDF په بڼه کې ترلاسه کړې.

 

تاسو څخه په خورا درنښت غوښتنه کیږي چی که په در استول شویو مشخصا تو برابر اجناس/ خدمات آماده کولاي شې مهرباني وکړئ ضمیمه شوې format  پرنټ کړئ او هری توکي ته خپل خپل قیمت ورکړی .

 

مهرباني وکړئ نرخ په دقیق ډول ډک کړئ او هیڅ قسم قلم خوردګي شوی نرخ د منلو وړ نه دی.

 

د ضميمه شوې فارمټ اړتیاوې:

 1- د فارمټ هره پاڼه باید د شرکت ټاپه ولري.

 2- نرخ باید په یوه پاکټ کې بند کړل شي او د پاکټ پر سر د کوټيشن نمبر او د کوټیشن عنوان وليکل شي.

 3- د شرکت اپډيټ ټاپه شوې جواز پاکټ کې بايد کيښودل شي.

 4- نرخ باید په فزیکي توګه لاندې ذکر شوي ادرس ته وسپارل شي.

5- د نرخ سپارلو لپاره آخری نیټه او وخت 1404/6/15مطابق د 6/9/2025 میلادي نیټي      شنبه په ورځ سهار مهال صرف د 09:00 بجو څخه تر 10:00 بجو پوري او د ماسپشین مهال د 02:00 بجو څخو تر 03:00 بجو پوری دی, د یادونی وړ ده چی د ذکر شوي وخت څخه مخکې او وروسته ستاسو آفرونه نه اخیستل کیږی، نرخونه د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت د افغان ټیلی کام مخابراتی امارتی شرکت مرکزی دفتر، د معلوماتو دفتر کې د تهیه او تدارکاتو ریاست اړوند د پېرودلو آمریت کارکوونکي ته تسلیم کړل شی.

 

د پیسو د ورکړی پالیسي

د اجناسو، ساختمانی او خدماتو مجموعي قيمت که چیری د پنځوس زره (50000) افغانیو څخه پورته وي, د جنس/ اجناسو او خدماتو تشریح او ساختمانی چارو له تصدیق څخه وروسته ستاسو بانکي حساب ته استول کيږي او که چيرې یاد قیمت له پنځوس زره (50000) افغانیو ښکته وي، د جنس/ اجناسو تشریح څخه وروسته نغدې ورکول کيږي. هغه تدارکاتی پروسی چی مجموعی قیمت یی له 100000 (یو لک) افغانیو څخه پورته شی نو د پروژی له مجموعی قیمت څخه 10% د تضمین په ډول اخیستل کیږی.

 

که تاسو کومه پوښتنه لرئ ، مهرباني وکړئ موږ سره په  لاندې شميرې اړیکه ونیسئ.

 

د یادونی وړ ده چی ستاسو د کوټیشن بیرته په وخت سپارښتل به د ستاینی وړ وی.

 

اړیکه:

تلیفون: 0202106258

 

شرکتونه مکلف دی چی د نرخ اخیستنی سره ژمن لیک په دقیق ډول ډک کړی او د نرخ اخیستني استعلام سره يي یوځای پیرودلو آمریت ته تسلیم کړی

 

له هغه حقیقی یا حکمی اشخاصو څخه جدی غوښتنه کیږی که چیرته ذکر شوی اجناس/خدمات نشی تهیه کولی د تدارکاتی پروسی د مختل کولو لپاره دی پروسه کی ګدون نه کوی.

Documents

838.pdf
838s.pdf
837_sp.pdf
836_sp.pdf
837.pdf
836.pdf
833_sp.pdf
835.pdf
834s.pdf
835_sp.pdf
833.pdf
834.pdf

داوطلبی های بیشتر...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۳۶
Background image

اعلان تدارکاتی

دیر محترمو شرکتونو,

 

مهرباني وکړئ ضمیمه شوې تخنيکي مشخصات د PDF په بڼه کې ترلاسه کړې.

 

تاسو څخه په خورا درنښت غوښتنه کیږي چی که په در استول شویو مشخصا تو برابر اجناس/ خدمات آماده . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

اعلان تدارکاتی

نشر اعلان تهیه و تدارک پنج قلم اجناس - تهیه و تدارک 120 عدد ماشین کلیور جهت تطبیق پروژه FTTH در شهر کابل و ولایات - تهیه و تدارک 45 عراده موتر سایکل برای انجنیران ساحوی غرض تطبیق پروژه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۵۶
Background image

اعلان تدارکاتی

نشر اعلان اعمار دیوار احاطوی زمین افغان تیلی کام در محوطه تصدی ملی بس  مطابق استعلام نرخگیری  رورت خویش را با استفاده از روش نرخ گیری طی مراحل نماید.


اشخاص حقیقی/ حکمی که خواهان تهیه . . .

بازگشت به داوطلبی ها