د کاپیسا ولایت په دویمي برخي ولسوالۍ کې د روشن شرکت د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۲۱
ولایت کاپیسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په دویمي برخي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ انټرنېټي خدمتونه 4G ته لوړ شول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي مخابراتي شرکت د 4G انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت د دویمي برخي ولسوالۍ اړوند اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د کاپیسا ولایت د دویمي برخي  ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته