د کاپیسا ولایت په دویمي برخي ولسوالۍ کې د روشن شرکت د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت لوړ شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په دویمي برخي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ انټرنېټي خدمتونه 4G ته لوړ شول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نوموړي مخابراتي شرکت د 4G انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت د دویمي برخي ولسوالۍ اړوند اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.
د کاپیسا ولایت د دویمي برخي ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.
