د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د جوزجان ولایت له والي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۸
ولایت جوزجان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د جوزجان ولایت والي قاري صاحب ګل حیدر سره په یاد ولایت کې د مخابراتي ستونزو او آسانتیاو رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې.

د جوزجان ولایت والي محترم قاري ګل حیدر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې تېرو دوه نیمو کلونو کې یې د یاد ولایت ډېری سیمې تر پوښښ لاندې راوستي او  ۲۷مخابراتي سایټونه یې فعال کړي.

د جوزجان ولایت د والي په خبره دوی د پاتې هغو سیمو چې تر دې دمه لا هم له مخابراتي ستونزو سره مخ دي د وزارت له مشرتابه د مخابراتي آسانتیاو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي .

 دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د جوزجان ولایت والي او د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رییس ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې جوزجان ولایت کې تېرو دوه کلونو کې کابو ۲۷مخابراتي سایټونه فعال شوي او همدا راز په نوي پلان کې ورته ۱۱ نور ټاورونه هم په پام کې نیول شوي چې په فعالېدو سره به یې د جوزجان ولایت ډېری محرومې سیمې تر پوښښ لاندې راشي او ولسونو ته به مخابراتي چوپړ برابر کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر صاحب د جوزجان ولایت محترم والي ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شته امکاناتو څخه افغانستان کې د ټکنالوجۍ او مخابراتو د ودې او پرمختګ لپاره پوره استفاده کوي او د پرمختګ پر لور چټک ګامونه اخلي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته