په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
شنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۹ - ۵:۳
fsdf

د ښځو نړیواله ورځ د 1396 کال د کب د میاشتې په 19 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُست ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ولمانځل شوه. د دې ورځې په لمانځلو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي، د وزارت ښخینه او نارینه مامورین ګډون کړی و.
په غونډه کې ښاغلي شهزاد آریوبي ښځو ته د مارچ د اتمې په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ وویل چې ښځو د نارینه و ترڅنګ تل د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې برخه اخستې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ژمنه وکړه چې په وزارت کې د شته ښځو له پاره به د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي او د ازادې سیالۍ له لارې به يې په لوړو بستونو وګماري.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته