د زابل ولایت لرو پرتو سیمو کې ۴ مخابراتي آنټنونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۵۱
ولایت زابل

د زابل ولایت لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په موخه د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په عراقو، د میزانې ولسوالۍ په تاخوم او د نوبهار ولسوالۍ شهاک سیمو کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې ۴ مخابراتي آنټنونه جوړ او د فعالیت په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد مخابراتي سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د ټي ډی ایف لسمې پروژه کې د زابل ولایت لرو پرتو او محرومو سیمو ته ځانګړي شوي وو له فعالیدو سره به یې د یادو ۳  ولسوالیو ډیری هغه سیمې چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

همدا راز د یادونې وړ ده د زابل ولایت د سیورې ولسوالۍ په مرکز کې د اتصالات مخابراتي شرکت یو سایټ هم له جوړېدو وروسته فعال او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته