د زابل ولایت لرو پرتو سیمو کې ۴ مخابراتي آنټنونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د زابل ولایت لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په موخه د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په عراقو، د میزانې ولسوالۍ په تاخوم او د نوبهار ولسوالۍ شهاک سیمو کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې ۴ مخابراتي آنټنونه جوړ او د فعالیت په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد مخابراتي سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د ټي ډی ایف لسمې پروژه کې د زابل ولایت لرو پرتو او محرومو سیمو ته ځانګړي شوي وو له فعالیدو سره به یې د یادو ۳ ولسوالیو ډیری هغه سیمې چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.
همدا راز د یادونې وړ ده د زابل ولایت د سیورې ولسوالۍ په مرکز کې د اتصالات مخابراتي شرکت یو سایټ هم له جوړېدو وروسته فعال او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.