د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن  مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۲۶
شرکت مخابراتی روشن

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د روشن مخابراتي شرکت رئیس وایچک پلوسکي سره د مخابراتي خدمتونو او همداراز د هېواد ختیځه برخه کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د چمتو کولو په تړاو ناسته وکړه.

دغې ناسته کې د روشن مخابراتي شرکت رییس ښاغلي وایچک پلوسکي یادونه وکړه چې شرکت یې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د شبکې د خدماتو په پراختیا اوښه کولو بوخت دی او په پام کې ده چې د روان کال تر پایه پورې به د پلان له مخې دهیواد په بیلابیلو سیموکې ۱۵۰نوي  مخابراتي سایټونه نصب کړي او همداراز له ۲۵۰څخه تر ۳۰۰ پوری سایټونو ظرفیت به هم ۴جي ته لوړ کړي چې له مخې به یې د هېواد په کچه د روشن مخابراتي شرکت د خدمتونو کیفیت لوړ او د پوښښ ساحه پراخه شي، نوموړي همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې تل یې د مخابراتي شرکتونو ستونزې پر وخت حل کړي او د سکټور د رهبري کوونکي په حیث یې لازم اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي وایچک پلوسکي دغې ناسته کې د هېواد ختیځې برخه کې د زلزلې له امله رامنځته شوي زیانونو ته په اشارې یادونه وکړه چې شرکت یې له لومړۍ ورځې اړونده ارګانونو سره په همغږۍ، د خوراک او پوښاک په ګډون مالي مرستو لړۍ جاري ساتلې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني روشن مخابراتي شرکت له رییس سره د لیدنې په ترڅ کې یادونه وکړه چې وزارت د سکټور د ښې ودې او پرمختګ په برخه کې له مخابراتي شرکتونو سره په قانوني چارو کې تل مرستې ته چمتو دی او هڅه کوي څو مخابراتي سکټور لا وده او پرمختګ وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني همدا په پای کې د روشن  مخابراتي شرکت له رهبری مننه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې پر وخت مرسته کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته