معصومې خاوري د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د جرګې پوښتنو ته یې ځوابونه وویل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۸:۴۴
معصومه خاوری در نشست عمومی مجلس سنا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې  معصومې خاوري د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د معلوماتو ورکولو او ځینو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره برخه واخیسته.  
په دې غونډې کې، آغلې خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مسؤلیتونو او دندو اړوند مسلو په باره کې اړین معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د بحث شوي موضوعاتو څخه یوه د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول راټولول و. 
 اغلې خاوري څرګنده چې تر اوسمهاله د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه شاوخوا ۲۴ ملیارده افغانۍ عاید ترلاسه شوي دي.
اغلې خاوري پخپله وینا کې روښانه کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ریل ټایم سیستم تخنیکي مدیریت کې دخیل نه دی، ځکه چې دا سیسټم د رامینځته کیدو څخه میاشتې وروسته د اترا ادارې  ته لیږدول شوی، او اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې سیسټم د کیفیت یا موثریت په اړه مسؤلیت نلري.

معصومه خاوری در نشست عمومی مجلس سنا

د مخابراتو وزیرې همداراز تصریح کړه چې د مخابراتي خدمتونو ۱۰٪ محصول راټولولو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رول یوازې د مخابراتي شرکتونو راپور سره سم د دې محصول د تحویلي تعرفو چمتو او تنظیم کول دی او دا عواید په  مستقیم ډول د دولت حساب ته لیږدول کیږي.
په پای کې  دا باید څرګنده شي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د خپلو دندو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې به خپلې دندې په جديت ترسره کوي او د رو ڼتیا او حساب ورکولو اصولو ته په جدي ډول ژمن دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته