غزني ولایت ناور ولسوالۍ کې د سټلایټ د یوې غیرقانوني دستګاه فعالیت ودرول شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د قانون له مخې، په مخابراتي او انټرنټي چاپریال کې د غیرقانوني کړنو یعنې له جواز پرته د فعالیتونو د مخنیوي په موخه د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ په نوجوی سیمه کې د سټلایټ د سټارلینک په نوم د یوې دستګاه چې په غیرقانوني ډول یې فعالیت کاوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د آترا ادارې سره په همغږۍ کشف او فعالیت یې ودرول شو.
د يادونې وړ ده، چې د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دغه کړنې ستاينه وکړه او د یاد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له هڅو يې خوښي څرګنده کړه.
