د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ترکیې په استانبول کې د باسفورس په ۱۱ مه ناسته کې ګډون او وینا وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري د ترکیې په استانبول کې د باسفورس په ۱۱ م کنفرانس کې چې د "ډیجیټل کیدو ټولنیزې اغیزې" تر سرلیک لاندې جوړ شوی و ګډون وکړ او وینا یې وکړه.
پدې کنفرانس کې، معصومه خاوري په حکومتدارۍ کې د مخابراتي ټیکنالوژۍ د کارولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې الکټرونیکي حکومتدارۍ پیاوړتیا د پروسو ساده کولو او شفافیت رامنځته کولو لامل کیږي، فساد کموي، د چارو په ترسره کولو کې عمل ګړندی کوي، د وخت د ضایع کیدو مخه نیسي او لګښت کموي، او همداراز د دولتونو او هیوادونو اقتصادي پراختیا هڅوي.
نومړې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې، په ټولنه کې د ډیجیټل کیدو منفي اثرات هم په ګوته کړل. هغې یادونه کړه چې
د معلوماتو امنیت ، خصوصي حریم، په ډیجیټل ډیټا کې بدلون، د کاپي حق، جعلي حسابونو جوړول، سایبري جرایم، په ټولنیزو شبکو روږدي کیدل د ډیجیټل نړۍ ځینې ننګونې دي، چې مدیریت یې د دولتونو ګډ کار ته اړتیا لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خپلې وینا په پای کې، یادونه وکړه چې پدې ناسته کې زموږ د ګډون یو هدف د موجودو بنسټونو د دریځ او ظرفیت ارزونه ده، د تجربو او نظریاتو شریکول او په پای کې د همکاریو پیاوړې کول، او د اوسنۍ عصر اړتیاوو ته لکه: ډیجیټل کولو، د هغې ګټو او زیانونو، د دې پدیدې ټولنیزو اغیزو چې د کورونا ویرس له راڅرګندېدو وروسته د دولتونو او هیوادونو ډیر پام ځانته اړولی دی رسیده ګي وشي.
د یادونې ده چې دغه کنفرانس د مارچ په اتمه او نهمه نیټه جوړ شوې و او د ترکیې ولسمشر او د غړو هیوادونو او سازمانونو استازو هم پکې برخه اخیستې وه او ویناوې یې وکړې.
