د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د کونړ ولایت له سپین ږیرو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۴:۴۳
بزرگان ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د کونړ ولایت له مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره د یاد ولایت په ستونزو خبرې وکړې.

محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او  کونړ یې د هېواد یو له مهمو ولایتونو یاد کړ چې د طبیعي ښکلا سربېره، سرشاره سیندونه او د طبیعي زېرمو بډایه منابع لري او همدا راز د تاریخ په اوږدو کې یې ولسونو د هېواد د آزادۍ او استقلال لپاره سترې قربانۍ ورکړي.

دغې ناسته کې د کونړ ولسونو هېواد کې له راغلي امنیت څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې اوس مهال ټول افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط برابر دي او د فرصتونو په برابرولو کې دې ورسره دولت همکاري وکړي، دوی کونړ ولایت کې  له مخابراتي پوښښ څخه خوښي وښوده چې هلته اوس د پخوا په پرتله انټرنټ او مکالماتي آسانتیاو ته لاسرسی ډېر او آسانه شوی دی.

دیدار وزیر مخابرات با بزرگان ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د کونړ ولایت مخورو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ چې دوی د شریعت په اساس د ولس خادمان دي او اړ دي څو هېوادوالو لپاره د هوسا ژوند برابرولو لپاره هلې ځلې وکړي ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه، د هېواد د ټیکاو په موخه اوس مهال افغانستان کې سترې پروژې تر کار لاندې دي چې له یوه لوري زرګونه افغانانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې اوله بل لوري له تکمیلیدو وروسته به نه یوازې دا چې هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره وي بلکې د هېواد د آبادۍ او د اقتصادي څرخ په تاوېدلو کې به هم خورا ستر رول ولوبوي.

همدا راز ښاغلي وزیر صاحب راغلیو پلاوو ته څرګنده کړه چې د هېواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په پایښت کې به ملت او دولت دواړه یو بل سره لاس په لاس مرسته او تعاون کوي تر څو وکولای شو هېواد د تېرو لسیزو له کړاوونو او اوښتو ناخوالو وژغورو.

ښاغلي حقاني صاحب د کونړ راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو د حل په موخه به په ګډه کار کوي او ژمنه یې وکړه چې د دوی ټولې ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو سره شریکوي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نورو سیمو سربیره د مسافرینو د ستونزو د حل په موخه د ننګرهار کونړ په لویه لار مخابراتي سایټونه نصبوي چې په فعالېدو سره به یې د یاد مسیر د مسافرینو مخابراتي ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته