د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډاډ ګیرنې پیغام

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

څرنګه چې زموږ ګران هیوادوال په جریان کې دي د مخابراتو سکتور په تیرو ۹ کلونو کې په چټکه توګه وده او پرمختګ کړی دی.

لاسرسۍ او چټک پرمختګ د مخابراتو په سکتور کې په آسانه توګه لاس ته نه دی راغلی ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د پرمختګ په لاره کې سربیره د مالی زیانونو څخه  ډیر  تکړه  انجنیران ، تخنيک کاران او کارکوونکی له لاسه ورکړي دي.

د پخوا په شان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو شمیر کارکوونکی له لاسه ورکړي چې د روان کال د مرغومی په ۲۰مه نیټه د اسلام او هیواد  دښمنانو یو ځل بیا پر مخابراتي تأسیساتو د پکتیکا په ولایت کې ترهګریز بریدونه وکړل چې د یاد ولایت ۴ تکړه کارکوونکی ، چې د خپلې مقدسی دندې په ترسره کولو بوخت ؤ په بی رحمی سره په شهادت ورسول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هیواد مینو بچیانود شهادت په اړه د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوړ مقام ، ټول ملت او د شهداؤ کورنیوته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د الله (ج) له  دربار څخه شهداؤ ته د فردوس جنت او ټپیانوته د جمیل صبر او سملاسي روغتیا غوښتنه کوي.

په درنښت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

پکتیا ولایت کې د اټوما مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي آنټنونه فعال شول

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او روحاني بابا ولسوالۍ کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۵
Background image

د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې مخابراتي آنټن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت د فرضي کرښې په امتداد د شملزو ولسوالۍ قلعه رشید سیمه چې تر دې وړاندې یې خدمات ضعیت او اوسېدونکي یې له مخابراتي ستونزو سره...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۵
Background image

د هرات پاشدان بند کې مخابراتي سایټ فعال شو

د یاد سایټ له فعالېدو سره به د هرات–کرخ لویې لارې مسافرو او د پاشدان بند سیلانیانو ته د مخابراتي خدمتونو په برخه کې...

بېرته خبرونه ته