د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې مخابراتي آنټن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د زابل ولایت د فرضي کرښې په امتداد د شملزو ولسوالۍ قلعه رشید سیمه چې تر دې وړاندې یې خدمات ضعیت او اوسېدونکي یې له مخابراتي ستونزو سره مخ وو، د ستونزو د حل په موخه ورته مخابراتي انټن چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري جوړ شوی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده تر دې وړاندې هم د فرضي کرښې په امتداد د لرو پرتو او محرومو سیمو د پوښښ په موخه ۲ آنټنونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې د سیمې د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د پام وړ سهولت ایجاد کړی.
