د متحده عربي اماراتو د TRA ادارې مرستيال سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۸
Meeting with deputy of TRA of the United Arab Emirates

په دوبۍ کې افغان جنرال قونسل محترم صمد افغان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي ,وزارت د لیدنو په تعقیب د متحده عربي اماراتو د TRA ادارې مرستيال رئیس ښاغلي محمد ماجد المسمار سره د ليدنې تر څنګ د چابهار له لارې د خلیج سره د افغانستان د انټرنيټي اتصال په اړه خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت غواړي، چې د سيمه ييز اتصال پر پیاوړتیا سره، افغانستان په سيمه کې په معلوماتي څلورلارې بدل کړي او په همدې موخه په پام کې ده چې افغانستان د چابهار بندر له لارې د اماراتو الفجوری سره وصل شي.

په دې اړه لومړنۍ خبرې پېل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تمه لري چې له دې لارې، د نړۍ د يو مهم Exchange point سره د وصلېدو سره، افغانستان د بحري انټرنېټ يا Submarine Cableسره وصل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، محترم مولوي عتیق الله فیضاني د یاد ولایت د مخابراتو او...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۴۴
Background image

پکتیا ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د درېیو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې...

بېرته خبرونه ته