پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د شیخ علي ولسوالۍ په قرلق بابا زیارت سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه نوي مخابراتي سایټ چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږي عملي چارې پیل شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، محترم مولوي عتیق الله فیضاني د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د یاد مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ اوسیدونکي لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.