د غزني ولایت د مخابراتو رئیس او د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو ترمنځ غونډه وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۳:۵۰
ریاست مخابرات ولایت غزنی

دا غونډه د غزني ولایت د مخابراتو رئیس میرحسین طنین په حضور، د مخابراتي شرکتونو افغان ټلیکام، روشن، افغان بیسم، اتصالات او ام ټي ان او د اترا ادارې استازو په ګډون د ډېرې همغږۍ د آسانتیاوو رامنځ ته کولو د پراختیا په برخه کې د مخابراتي خدمتونو د ښه والي لپاره د دې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

میرحسین طنین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ستراتیژیکو هدفونو په اړه خبرې وکړې او د مخابراتي شرکتونو له مسؤلینو څخه یې د جدی همکارۍ او د هدفونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي طنین همدا رنګه د انټرنیټ د اهمیت د ښه والي او چټکوالي په اړه د موجوده شرایطو په پام کې نیولو سره چې ورځ په ورځ خلک د اړیکو د ټینګولو د وسیلو څخه ګټه اخلي خبرې وکړې او د مخابراتي شرکتونو له مسؤلینو څخه یې د دې ولایت لپاره د ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ د جوړیدو په برخه کې د توجه غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د غزني ولایت په ټولو ځایونو کې باید د مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو، پراختیا او مثبتو تغیراتو جدي لټه وشي.

همدا رنګه د غزني ولایت د مخابراتو رییس د انټرنیټي خدمتونو په اړه په اړوند ښار کې ټکي په ټکي د انټرنیټ په فعالولو ټینګار وکړ ترڅو ډیجیټل کول، سیستم جوړونې او بریښنایي حکومتوالۍ ته په دې ولایت کې زمینه برابره او ایجاد شي.

په پای کې د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې مونږ به د غزني ولایت د مخابراتو ریاست څخه پریکنده ملاتړ کوو او په ټولې هڅې سره به ښه او اغیزمن خدمتونه د دې ولایت لپاره وړاندې کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته