د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲۲
ATRA

په درناوي سره لیکل کیږي:

څرنګه چې د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) پروسه په دې اړه کې جریان لري او د جوازونو، جوازلیکونو او اسهامو د انتقال (واګذاری) طرزالعمل اوولسمې مادې دوهم پاراګراف په لاندې ډول صراحت لري:

(اترا اداره دې د انتقال له اړخونو سره خپل حسابونه تصفیه او د حکومت نورو اداراتو ته له انتقالیدونکي شرکت سره د حسابونو د تصفیې په موخه رسماً خبر ورکړي تر څو یاد ادارات د یوې میاشتې په موده کې له انتقالیدونکی شرکت سره خپل حسابونه تصفیه کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د اترا ادارې د وېب سایټونو له لارې او هم د متقاضي لخوا د خپلو معاملاتو د تصفیې په موخه د معتبرې رسنۍ له لارې موضوع نشر شي).

بناً هیله کیږي چې موضوع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت او د اترا ادارې د ویب سایټونو له لارې له اړونده اشخاصو او مراجعو سره د تصفیې په موخه په لاندې متن سره نشر شي. د اعلان متن په لاندې ډول دی:

خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو (ISP) ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

(څرنګه چې د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو (ISP) ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر ورکړل شو. د یادونې وړ ده چې د نوي سهمدار لخوا ادارې ته لیکلی تعهد وړاندې شوی دی چې د انتقالیدونکي جواز/جوازلیک اسهامو اړوند د انتقالوونکي په ذمه د ټولو پاتې مکلفیتونو په ځانګړې توګه د ټولو دیونو او تادیاتي مکلفیتونو د تادیې مسئولیت به پرغاړه لري).

والسلام
الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رئیس

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲۲
Background image

د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

کاپیسا ولايت تګاب او اله سای ولسوالیو  کې  د ۲ مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي چوپړتیاوو د پراختیا او آسانتیاوو د برابرولو په موخه...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

بغلان ولایت خنجان او ده صلاح ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې دوه سایټونه د مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته...

بېرته خبرونه ته