د بودیجې د لګښت او د وزارت د پراختیايي پروژو د وضعیت په اړه دوهمه ناسته ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۴:۱۵
دومین جلسه هیئت رهبری وزارت مخابرات

په دغه ناسته کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري په مشرۍ او د پراختیايي پروژو یو شمیر رئیسانو او چارواکو په ګډون جوړه شوې وه په ۱۴۰۰ مالي کال کې د وزارت د پراختیایي پروژو د وضعیت او د پرمختګ کچې او د بودیجې په اغیزمن لګښت بحث وشو.

همدارنګه په ناسته کې د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیایي پروژو، ډیجیټل کاسا، د ښوونې او روغتیا سکتور لپاره د ځمکنۍ سټیشن رامینځته کولو، د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژې، د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز په کلاوډ بدلولو او بریښنایی تصدیقونو لپاره زیربنا رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې او د اړونده پروژو رییسانو او چارواکو، د تیرو لارښوونو سره سم، غونډې ته د ورسپارل شويو دندو په پلي کولو کې د خپلو اجرااتو راپورونه وړاندې کړل.

دومین جلسه هیئت رهبری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د چارواکو د راپورونو له اوریدو وروسته د پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ او ټولو رییسانو ته یې لارښوونه وکړه چې له یو بل سره په همغږۍ کې شته خنډونه او ننګونې په ګوته او د له منځه وړلو لپاره یې اقدام وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته