د بودیجې د لګښت او د وزارت د پراختیايي پروژو د وضعیت په اړه دوهمه ناسته ترسره شوه
              په دغه ناسته کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري په مشرۍ او د پراختیايي پروژو یو شمیر رئیسانو او چارواکو په ګډون جوړه شوې وه په ۱۴۰۰ مالي کال کې د وزارت د پراختیایي پروژو د وضعیت او د پرمختګ کچې او د بودیجې په اغیزمن لګښت بحث وشو.
همدارنګه په ناسته کې د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیایي پروژو، ډیجیټل کاسا، د ښوونې او روغتیا سکتور لپاره د ځمکنۍ سټیشن رامینځته کولو، د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژې، د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز په کلاوډ بدلولو او بریښنایی تصدیقونو لپاره زیربنا رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې او د اړونده پروژو رییسانو او چارواکو، د تیرو لارښوونو سره سم، غونډې ته د ورسپارل شويو دندو په پلي کولو کې د خپلو اجرااتو راپورونه وړاندې کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د چارواکو د راپورونو له اوریدو وروسته د پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ او ټولو رییسانو ته یې لارښوونه وکړه چې له یو بل سره په همغږۍ کې شته خنډونه او ننګونې په ګوته او د له منځه وړلو لپاره یې اقدام وکړي.
