بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۰

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه، د بغلان ولایت په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو عملي کار چې د ټي ډي اف لسمې پروژې  په مرسته جوړیږي  عملي چارې پیل شوې.

په هغه غوډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه،  محترم مولوي عبدالحنان فیاض د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادو مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به د بغلان ولایت د مرکز بغلان ولسوالۍ اوسیدونکي لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او اینټرنټي خدماتو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي آنټن د رغېدو چارې پیل شوې.

یاد مخابراتي سایټ چې اوس مهال یې رغنیزې چارې پیل شوي د ۴ میاشتو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۴۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ په  پنده کلي کې...

بېرته خبرونه ته