بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه، د بغلان ولایت په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو عملي کار چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږي عملي چارې پیل شوې.
په هغه غوډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، محترم مولوي عبدالحنان فیاض د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د یادو مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به د بغلان ولایت د مرکز بغلان ولسوالۍ اوسیدونکي لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او اینټرنټي خدماتو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.