نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۳۰ تنه فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۳۱
ولایت نیمروز

د نیمروز ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۳۰ تنو زده کوونکو ته چې په دې ډله کې محصلین، د ښوونځیو زده کوونکي او د بیلابیلو دولتي ادارو کارکوونکي شامل وو بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالرحیم فیاض فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې. او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده‌کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیا ولايت په سید کرم او ډنډپټان ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت سید کرم ولسوالۍ جهاد کلي او د ډنډپټان ولسوالۍ په...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۷۵ تنه زده کوونکي فارغ شول

د دغه غونډې په لړکې دغور ولایت نماینده محترم مولوي محمد صادق رصاص، د خپلو خبرو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۳۱
Background image

نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۳۰ تنه فارغ شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالرحیم فیاض فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې...

بېرته خبرونه ته