په هرات ولایت کې د سلام شبکې دوه مخابراتي سایټونه فعال شول
هرات ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې دوه نوي سایټونه جوړ او په آزمایښتي ډول فعال شوي دي.
یاد سایټونه د ګلران ولسوالۍ د خوګیاني او د کهسان ولسوالۍ د چاهسنګي په کلیو کې د سلام شبکې د یادو مخابراتي سایټونو ساختماني چارې، د تخنیکي او مخابراتي تجهیزاتو نصب او د شبکې د ارتباط ټینګښت د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیعالاول له ۱۹مې تر ۲۵مې نېټې پورې بشپړ شوي دي.
د یادونې ده چې د یادو سایټونو له فعالېدو سره، په دغو سیمو کې د سلام شبکې 2G او 3G مخابراتي خدمتونه په آزمایښتي ډول وړاندې کېږي.
