په سالنګ کې له یوه مخابراتي سایټ څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
ولایت پروان سالنگ

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، افغان ټیلیکام شرکت او اترا ادارې د استازو په ګډ حضور کې، د ټي ډي اف TDF لسمې پروژې اړوند د مخابراتي سایټ د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د یاد سایټ د چارو د پرمختګ، کیفیت او د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو له مخې د چارو د تطبیق بهیر و ارزول شو.

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه څارنه د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په ۱۹مه، د سالنګ ولسوالۍ د اورتي درې په سیمه کې ترسره شوې ده.

د څارنې پر مهال د یاد مخابراتي سایټ د خونو د چت د کانکریټ اچونې بهیر وکتل شو. همداراز د چارو د کیفیت د لا ښه والي او د ژمي موسم له رارسېدو وړاندې د پاتې کارونو د بشپړېدو په موخه، اړوندو مسوولینو او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې.

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي عتیق الله فیضاني ویلي، چې د یادې پروژې د چارو د کیفیت، چټکتیا او پر ټاکلي وخت د بشپړېدو په موخه به د اړوندو ادارو له لوري د پروژې له بهیر څخه څارنه دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په سالنګ کې له یوه مخابراتي سایټ څخه څارنه تر سره شوه

د څارنې پر مهال د یاد مخابراتي سایټ د خونو د چت د کانکریټ اچونې بهیر وکتل شو. همداراز د چارو د کیفیت د لا ښه والي...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

په هرات ولایت کې د سلام شبکې دوه مخابراتي سایټونه فعال شول

یاد سایټونه د ګلران ولسوالۍ د خوګیاني او د کهسان ولسوالۍ د چاه‌سنګي په کلیو کې...

بېرته خبرونه ته