میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۱:۳
میدان وردک

هیوادوالو ته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ عربانو درې سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ، چې د ۳جي پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سلام مخابراتي شبکې د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شاوخوا سیمو وګړي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او په دې برخه کې یې ستونزې حل شوې دي.

دیادونې وړده چې د یادو سیمو اوسېدونکو د دغه سایټ له فعالېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو مخابراتي او انټرنیټي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام بللی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا و برابرولو په موخه ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ دربنګ سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۱
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وکړه

په دغې ناسته کې د پکتیا ولایت والي ښاغلي مولوي مهرالله حماد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د هېواد لرو پرتو سیمو او هغه برخو ته...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۱:۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

هیوادوالو ته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ عربانو درې سیمه کې...

بېرته خبرونه ته