ننګرهار ولایت کې د یوشمیرمخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۴۸
ٔولایت ننگرهار افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس ننګرهار ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو استازولیو لپاره د نویو لېږل شویو سیمکارټونو د پلورلو لړۍ څخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله په یاد ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو د پیرودونکو استازولیو لپاره استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره مطابقت لري.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۷:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

ښاغلي وزیر صاحب دغې ناسته کې له ایرانه افغانستان ته د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو د مخابراتي ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۲۳
Background image

د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار یوشمیر سیمو کې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د اټوما مخابراتي شرکتونو دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د یوشمیرمخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله په یاد ولایت کې...

بېرته خبرونه ته