غور ولایت لعل سرجنګل ولسوالۍ کې مخابراتي سایت فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۴۷
ریاست مخابرات ولایت غور

د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مخابراتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ سفید آب سیمه کې د اتوما مخابراتي شرکت سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې سایټ په فعالېدو سره به د سیمې او شاوخوا سیمو اوسېدونکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي، چې له امله یې د اړیکو اسانتیاوې برابرې او پّ دې برخه کې یې ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې د سیمې خلکو د دې سایټ له فعالېدو هرکلی وکړ او دا یې د دې سیمې د اوسېدونکو د مخابراتي ستونزو د حل په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۲
Background image

په غور کې د محرومو کلیو د مخابراتي پوښښ د ارزونې لپاره سروې ترسره شوه

دغه سروې د مرغاب ولسوالۍ د مرستیال، قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او د اترا ادارې د استازي په ګډون ترسره شوې، چې په نتیجه کې...

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۴۷
Background image

غور ولایت لعل سرجنګل ولسوالۍ کې مخابراتي سایت فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دې سایټ په فعالېدو سره به د سیمې او شاوخوا سیمو اوسېدونکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۲۰
Background image

بادغیس ولایت کې د روشن مخابراتي یو سایټ فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شاوخوا سیمو وګړي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته