د کوډنګ او هکتون سیالیو پروګرام کې د ګډون اعلان
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د روان کال د زمري میاشتې له څلورمې تر اتمې نېټې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخو کې د یوه ستر نندارتون جوړېدو تابیا نیسي یاد نندارتون کې د افغانستان د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخو کې د وروستیو پرمختګونو تر څنګ یو شمېر برنامې او سیالۍ هم په پام کې نیول شوي په همدې موخه د ځوانانو د نوښت، تخنیکي وړتیاو، او ډیجیټلي مهارتونو د ودې په موخه د کوډنګ (Coding Competition) او هکتون سیالۍ ترسره کوي. (Hackathon)
له همدې امله، د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د لسانس دورې له ټولو هغو محصلینو څخه چې په شرایطو برابر وي هیله کېږي څو خپل غوښتنلیکونه د لاندې شرایطو له مخې وسپاري.
د ګډون شرایط
- ګډونوال باید د افغانستان د یوه دولتي یا خصوصي پوهنتون برحال محصل وي.
- ګډون یوازې د لسانس دورې محصلینو لپاره ځانګړی شوی دی.
- د ګډون پر مهال د اعتبار وړ محصلۍ کارت وړاندې کول لازمي دي.
- د تابعیت تذکرې (برېښنايي یا کاغذي) کاپي باید له غوښتنلیک سره ضمیمه وي.
- د ګډونوال تازه او بشپړه سوانح (CV) وړاندې کول اړین دي.
- ګډونوال باید د پروګرام جوړونې، سافټویر پراختیا، معلوماتي ټکنالوژۍ، سایبري امنیت، شبکه، د معلوماتو د امنیت بنسټیزو مفاهیمو، د امنیتي نیمګړتیاوو ارزونې (Vulnerability Assessment) او یا نورو اړوندو تخنیکي برخو کې اړینه لومړنۍ پوهه او عملي مهارت ولري.
- هر ګډونوال یوازې په یوه پروګرام (کوډنګ سیالي یا هکتون) کې د ګډون حق لري.
- ګډون به یوازې د ټیمونو په بڼه وي.هر ټیم به له ۳ غړو څخه جوړ وي.هر ټیم باید یو Team Leader ولري.
- یوازې هغه ګډونوال چې د ټاکل شوو معیارونو له مخې غوره شوي د سیالۍ وروستي پړاو ته به لار ومومي.
- نیمګړي او یا هم له ټاکل شویو شرایطو سره ناهمغږي غوښتنلیکونه د ارزونې بهیر کې نه شاملېږي.
اړین اسناد
- د ګډون غوښتنلیک فورمه
- د پوهنتون د محصلۍ کارت کاپي
- د تابعیت تذکرې( پیژندپاڼې) کاپي
- تازه سوانح (CV)
د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی
د غوښتنلیکونو د سپارلو بهیر د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه پیلېږي او د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې تر لومړۍ نېټې، پنجشنبې ورځې پورې دوام لري.
له ټاکلې نېټې وروسته رالېږل شوي غوښتنلیکونه، نه منل کېږي.
یادونه:
- د غوښتنلیکونو تر ارزونې وروسته به یوازې غوره شوي ګډونوال د سیالۍ او هکتون راتلونکو پړاوونو ته راوغوښتل شي.
- د سیالیو د ترسره کېدو دقیق مهالویش او ځای به د غوره شویو ګډونوالو سره وروسته شریک شي.
نوټ: د کوډنګ سیالي به د International Collegiate Programming Contest (ICPC) د نړیوالو معیارونو او سیالۍ د میتودولوژۍ پر بنسټ ترسره کېږي. د سیالۍ په جریان کې به ټیمونه د ټاکلي وخت په چوکاټ کې د الګوریتمي او پروګرام جوړونې ستونزې حل کوي او د ارزونې بهیر به د ICPC د اصولو او سیسټم له مخې ترسره کېږي. ICPC نړیواله وېبپاڼه.
د ICPC د سیالۍ د اصولو، د ثبت بهیر او د ارزونې د میکانیزم په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ:
د نوم لیکنې لینک:
