د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د هلمند ولايت باغران ولسوالۍ په ماهیګان سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري منظور شوی د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ په جوړیدو سره به د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.