د معلوماتي تکنالوجۍ د امنیتي تجهیزاتو چمتو کولو او د معلوماتو ملي مرکز د آپګریډ کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د معلوماتي تکنالوجۍ امنیتي تجهیزاتو چمتو کولو او د معلوماتو ملي مرکز د آپګریډ کولو داوطلبۍ بهیر کې (د داوطلبۍ شمیره NPD/MCIT/1402/NCB/G-04) ګډون وکړي. او د شرطپاڼې کاپي د مخابراتو او معلوماتي تکنلوجۍ وزارت  https://mcit.gov.af/dr/all-tenders او یا هم د چارو ادارې لوی ریاست له  https://aop.gov.af/dr/access_to_information/administrative  ویب سایټ څخه ترلاسه کړي.

نوماندان دې خپل (وړاندیزونه) آفرونه  د شرطپاڼې مطابق او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د ۱۴۰۲ کال د وږي د ۲۸ نیټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د آفرګشایی د تسهیلاتو آمریت سکرتریت ته چې د  افغا نستان اسلامي امارت د چارو عمومي ادارې مرمرین فصر تر څنګ ، د پښتونستان واټ، کابل-افغانستان کې موقعیت لري وسپاري.

ناوخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ ندي

هغه داوطلبان چې شرطپاڼه ترلاسه کوي، په شرطپاڼه کې د احتمالي تعدیل په اړه په وخت سره د معلوماتو ترلاسه کولو په منظور د خپل شرکت په اړه معلومات planningnpa@gmail.com  بریښنالیک ته واستوي او د اړتیا په صورت کې ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴ شمیرې سره اړیکه ونیسي.

داوطلبان باید د آفر تضمین، د بانکي تضمین په بڼه یو ملیون او څلور سوه زره (۱۴۰۰۰۰۰) افغانیو په اندازه د آفرګشایۍ د ناستې د شرطپاڼې مطابق وړاندې کړي.

 د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه د سنبلې په ۱۸مه د سهار په ۱۰ بجو او د آفرګشایی غونډه د ۱۴۰۲ کال د سنبلې په ۲۸ نېټه سهار په ۱۰:۰۰ بجو د د افغانستان اسلامي امارت د چارو عمومي ریاست قصر مرمرین ته څېرمه د ملي تدارکاتو ریاست پامیر سالون کې تر سره کیږي.

سندونه:

د امنیتي تجهیزاتو چمتو کولو او د معلوماتو ملي مرکز د آپګریډ کولو پروژې شرطپاڼه لینک

 

په درنښت

 

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۳۲ کابل
Background image

د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ټولو شرایط پوره کوونکو داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، تر څو د افغانستان د انټرنېټ...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۲۴ کابل
Background image

د ۲۷ ولایتونو د ښوونیزو مرکزونو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاستونو لپاره د سولر بریښنا سیستم د تدارک پروژه

د شاهی دستریبیوشن ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته چې د کابل ښار د ګلبهار مرکز په دریم منزل کې...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۲ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ولایاتو د مرکزي شبکې سره د نښلولو د پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان (پنځم لات)

د کوبل لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې په نوآباد، قلعه زمان خان، د کابل په مرکز کې...

Back to tenders