د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د ټکنالوجۍ او زیربناء اړوند یو شمېر قراردادي شرکتونو سره ناسته وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۶:۴۷
حافظ محمد امین جان عمری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین جان عمري د وزارت اړوند د معلوماتو د مرکزونو لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو، د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو د آسانتیاو او ابتکار مرکز لپاره د ټکنالوجۍ وسایلو برابرولو، د ۱۸ ولایتونو د روزنیز مرکز لپاره د تجهیزاتو چمتو کول، د ولایتي ریاستونو ۲۷ ولایتونو لپاره د سولري سیسټم برابرولو، د ټکنالوجۍ نوښتونو لپاره د لابراتوار چمتو کول ، د کلوډ شبکې زېربنا او مرکزي شبکې سره د ولایتونو د وصل، د نکسا او مصنوعي ځیرکتیا پروژو اړوند دویمه تعقیبي ناسته وکړه.

ښاغلي حافظ محمد امین جان عمري اړونده شرکتونو سره په لیدنه کې له دوی څخه د ترسره شویو چارو په تړاو معلومات وغوښتل او د چارو په ښه ډول سرته رسولو او معیار په پام کې نیولو یې ټینګار وکړ ښاغلي معین صاحب یادونه وکړه چې ټولې چارې باید پر وخت او په شفاف ډول سر ته ورسېږي او نتیجه یې له مقام سره شریکه شي.

اړونده قراردادي شرکتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د چارو په سر ته رسولو او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ورسره وخت په وخت د ناستو تر څنګ لازمه همکاري کوي، دوی ډاډ څرګند کړ چې د وزارت اړوند پروژې به پر وخت سر ته رسوي او ټول هغه معیارونه چې دوی ته د قرارداد په شرایطو کې ذکر شوي په پام کې نیسي.

په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو رییس ښاغلي مولوي عبدالهادي فرهاد، د وزارت اړوند د پروژو په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په برخه کې یې ټولې پروژې تر کار لاندې دي او وخت په وخت یې له نیږدې څارنه ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۶:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د ټکنالوجۍ او زیربناء اړوند یو شمېر قراردادي شرکتونو سره ناسته وکړه

د مرکزونو لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو، د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو د آسانتیاو او ابتکار مرکز لپاره...

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د بایزید روښان انسټیټوټ د محصلینو یوه میاشتینۍ عملي دوره پای ته ورسېده او ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې وویشل شوې

ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، که مسئولیت ارتقای ظرفیت و تطبیق سیستم‌ها...

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوګر ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې ۷ مخابراتي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د اټوما مخابرتی شرکت ۳ سایټونه، د روشن مخابراتي شرکت ۲ سایټونه په مرکز پل علم ښار او د څرخ ولسوالۍ...

بېرته خبرونه ته