د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي انټن له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه
د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادرې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.
د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ په فعالېد سره چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې دغې سیمې ته ځانګړی شوی و به د سپېرې ولسوالۍ اړوند افغان دوبۍ سورکویښ، تورمنده او د رېزو ځینې کلي په بشپړ ډول له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.
