د خوست ولايت په دوه منده ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونه د جوړولو سروې ترسره شوه
د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د خوست ولايت دومنده ولسوالۍ اړوند سید خیل سیمه کې د افغان بیسیم او اټوما مخابراتي شرکتونو دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم مقام د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوي و د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده د یادو مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د خوست ولایت دومنده ولسوالۍ د اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.