د سمنګانو ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۲
ولایت سمنگان افغانستان

هیواد کې لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پراساس د سمنګانو ولايت د مخابراتو ریاست د مسلکی او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د یوه سايټ سروې ترسره شوه.

ياد مخابراتي سایټ د هېواد شمال ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې د سمنګانو ولایت لرو پرتو سیمو ته د منظور شويو مخابراتي سایټونو له ډلې دی چې د هدایت مطابق یې سروې ترسره او پاتې چارې به یې هم ژر پیل شي .

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني سمنګانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ځايي چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه ۲۰ مخابراتي سایټونه منظور کړي وو چې تر اوس مهال د ۴ مخابراتي سایټونو سروې ترسره شوې او د پاتې مخابراتي سایټونو چارې به هم ژر پیل شي .

په ټوله کې د سمنګانو ولایت لرو پرتو سیمو لپاره ۲۶مخابراتي انټنونه په پام کې نیول شوي چې ۲۰ مخابراتي انټنونه یاد ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې منظور شوي او ۶ مخابراتي سایټونه تر دې وړاندې د ټي ډي ایف لسمې پروژې له لارې د سمنګانو ولایت لرو پرتو سیمو ته ځانګړي شوي وو چې اوس مهال یې رغنیزې چارې روانې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته