د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیسټم جوړونې ریاست نوی رئیس د وزارت کارکوونکو ته ورؤپیژندل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۴:۱۳
معرفی رئیس حکومتداری دیجیتلی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لزوم دید او همداراز د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ له مخې د دیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست اړوند د سیستم جوړونې ریاست نوی رئیس ښاغلی انجنیر اسرار احمد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقانی له لوري رسماً معرفي او د وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې ښاغلي وزیر صاحب د مبارکۍ تر څنګ ټینګار وکړ چې تر ټولو غوره چاره په دنده کې خدمت کول دي او مونږ کار اهل کار ته د سپارلو په موخه هڅه کړې چې د هیواد په کچه علمي کسان راغونډ او د ډیجیټل افغانستان پر لوري اخیستی مزل ګړندی کړو او د مسلکي کسانو له ګمارنې سره سم دا چاره باید لاهم د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه چمتو شي.

د یادونې وړ ده ښاغلی انجنیر اسرار احمد د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړو زده کړو تر څنګ په همدې برخه کې نهه کلنه تجربه هم لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هیواد کې د مخابراتي، پوستي او انټرنیټي خدمتونو تر څنګ د سیسټمونو د جوړولو او تطبیق دنده هم پر غاړه لري توانیدلی تر دې دمه د هیواد په کچه امارتي وزارتونو او ادارو ته ګڼ سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري چې له مخې یې د ډیرو ادارو چارې آسانه او ګړندۍ شوي دي او لاهم هیواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق په موخه ډیر شمیر سیسټمونه تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

بېرته خبرونه ته