سمنګانو ولایت خلم ولسوالۍ کې د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۵۱
ولایت سمنگان

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په هدایت، د سمنګانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت ګډ مسلکي ټیم لخوا د خلم ولسوالی ایرګنک دښتې په سیمه کې د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې د مسؤلینو لخوا د چارو د سم مدیریت په موخه لازمې لارښوونې وشوې، ترڅو چارې د قانون او کړنلارې سره سم ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته