پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۲۷
ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز ښرنې او یو شمیر ولسوالیو کې د  افغان بیسیم او اتصالاتو مخابراتي شرکتونو د نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د یادو مخابراتي شرکتونو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د نویو سیمکارټونو د خرڅلاو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شرکتونو ته په دې برخه کې د مخابراتي شبکو مشترکینو لپاره د آسانتیاو د ډېرولو او سهولتونو د برابرولو سپارښتنې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته