پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي او ریسلر شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۵۷
ولایت پکتیکا

دغې غونډې کې د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم ملا محمد انور قیام عادل د انټرنېټ وړاندې کوؤنکو شرکتونو او ريسلر شرکتونو استازو ته د ښۀ راغلاست ترڅنګ يؤلړ سپارښتنې وکړې.

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې زياته کړه چې هر ريسلر شرکت بايد د انټرنېټ وړاندې کوونکي شرکت لۀ لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا محترمې ادارې ته معرفي ثبت او راجستر شي او لۀ هغه وروسته دې پکتيکا ولايت ته رسماً را معرفي کړل شي.

ښاغلي عادل راغلو استازو ته پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو او همداراز، د انټرنېټي باکيفيته خدمتونو په وړاندې کؤلو ټینګار او لازمې سپارښتنې وکړې.

د دغه غونډی په لړکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  اټرا ادارې ولايتي نماينده  محترم سيد محمد ابراهيم جاهد هم د انټرنېټ وړاندې کوؤنکو شرکتونو او ريسلر شرکتونو استازو ته پۀ خپله وینا کې زياته کړه چې د انټرنېټ هر وړاندې کوؤنکی شرکت بايد د خپل ريسلر شرکت ټاور پۀ خپل نوم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په اترا اداره کې ثبت او راجستر کړي.

د یادونې وړ ده چې پکتیکا ولایت کې موجوده انټرنټي شرکتونو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته