د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د لوړو زده کړو محترم وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست لپاره نوی سیستم د ښې حکومتولۍ په موخه چمتو او اوس مهال عملا ترې ګټه اخیستل کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان پراساس، د هېواد د معلوماتي سیسټمونو د پراختیا د رامنځته کولو په دوام د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست لپاره د رسمي هوکړه لیک له شرایطو سره سم چې وړاندې د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او لوړو زده کړو محترم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و، فعال او اوس مهال ګټه اخیستنې ته سپارل شوی.
همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست، چې په افغانستان کې د معلوماتي سیسټمونو د ترویج او پلي کولو د اصلي مرجع په توګه فعالیت کوي، د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست اړوند ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره د دې سیسټم په اغیزمن ډول د کارولو په موخه یو روزنیز پروګرام هم پلي کړی.
د یادونې وړ ده دغې سیسټم کې د غوښتنلیکونو د مدیریت لپاره ډشبورډ، د علمي اثر مدیریت، د ویب پاڼې له لارې د تألیف او ترجمې ریاست د معلوماتو او لارښوونو مدیریت، د راپورونو جوړول، د سیسټم د مدیریت تنظیمول، د مراجعینو د پیغامونو لیدل او د څیړنې د مرکزونوجوړول او مدیریت د نوموړي سیسټم اساسي ماډلونه دي.