د سمنګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولینو ترمنځ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۳۱
ولایت سمنگان

د سمنګانو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اترا ادارې نماینده د  ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولينو ترمنځ د ښو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ترسره کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د سیم کارتونو ثبت په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې کړنلارې پلي کولو، د سیم کارتونو پلور څرنګوالی، او د مخابراتي او د پیرودونکو شکایتونو او ستونزو ته پر وخت رسیدنې په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې سپارښتنه وشوه چې  ام ټي ان مخابراتي شرکت د پورته یادو شويو مسائلو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او خپل خدمات دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د اصولو او کړنلارو له مخې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ام ټي ان مخابراتي او انټرنیټي شرکت استازی د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته