د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۱۳
گزارش هفته وار وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر صاحب الحاج مولوی نجیب الله حیات حقاني د هیواد غرب او جنوب غرب ولایتونو ته د سفر په ترڅ کی د زابل او غزني ولایتونو له یوشیمر مسئولینو سره ولیدل او د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو لازمې لارښوونې کړې دي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري یوشمیر ولایتونوکې د مخابراتي کیفیت د معلومولو په موخه څارنه تر سره شوې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند یو شمیر ولایتي ریاستونو له لوري د یوشمیر مخابراتي شرکتونو دانټرنیټي خدمتونو ظرفیت لوړولو په خاطر ناستې ترسره شوې دي او د مخابراتي خدمتونو پراختیا په موخه نویو سایټونو سروې ترسره شوې ده، همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیرصاحب له لوري د نوموړي وازرت د دفتر نوی رییس د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت کارمندانو ته ور وپیژندل شو، او دیاد وزارت له لوري د نویو انټرنیټي او مکالماتي بیوټيټيدلو طرحه عملی د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه عملي شؤې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته