ننګرهار ولایت بهسود ولسوالی ګردي کڅ سيمې کې په لومړي ځل د افغان بیسیم شرکت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۴۳
ننگرهار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان بيسيم مخابراتي شرکت ګډو هڅو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالی ګردي کڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت  مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول پرانیستل شول.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړده چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په نوموړي ولایت کې د خپلو ټولو سایټونو خدمتونه 4G ته لوړکړي دي او په   راتلونکي کې د نوموړي ولایت د پاتې محرومو سیمو لپاره د نویوسایټونو له لارې د 4G خدمتونو د وړاندې کولو پلان لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته