د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۶:۴۳
اداره احصاییه ملی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ د الکټرونیکي حاضرۍ د تطبیق هوکړه لیک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس ښاغلي حاجي عبدالقاهر ادریس تر منځ لاسلیک شوه.

د یاد هوکړه لیک له مخې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ ریاست له لوري د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ولایتي څانګو کې الکټرونیکي حاضري تطبیق کیږي.

اداره احصاییه ملی و وزارت مخابرات

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزی اوسني عصر کې د ډیجیټل حکومتولۍ او پرمختللو سیسټمونو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټول هېواد کې امارتي وزارتونو او ادارو ته د دوی د آسانتیا په موخه د سیسټمونو پر جوړولو بوخت دی او هڅه کېږي افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ پر مټ هېوادوالو ته پر وخت او چټک ډول چوپړتیا برابره شي.

همدا راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د دوی لپاره د سهولتونو په برابرولو کې رغنده رول لوبوي او د عصري ټکنالوجۍ د تطبیق پر مټ هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

لوګرولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د لوګر ولايت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته